فراه(پژواک، ۹ليندۍ۹۷): د فراه چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې چې په دغه ولايت کې تر سره شوى د درې قوماندانانو په ګډون ١١ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب پژواک اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره ورځ ماښام مهال د بهرنيو ځواکونو له خوا د فراه د مرکز اړوند د تخت تيوسک او کوره ګزي سيمو کې شوى دى.
محب زياته کړه چې په دغه بريد کې د درې قوماندانانو هر يوه ملا عبدالظاهر کوتک، عبدالسلام حنظله او ملا عبدالشکور امتي په ګډون ١١ وسله وال وژل شوي دي.
هغه وويل چې په دغه هوايي بريد کې د وسله والو دوه موټر هم په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.
دغه بريد د استوګنې له کورونو لرې په دښته کې شوى، د سيمې خلک هم ياد بريد تاييدوي، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه وايي .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يادونې ده چې څلور ورځې مخکې وسله والو طالبانو د يوه کمين په ترڅ کې د چټک غبرګون د قطعې د قوماندان او د جوين ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون ٢٢ پوليس وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي وو..
login or register a new account.