غزني ښار(پژواک، ٩ ليندۍ ٩٧): له تېرو درېيو ورځو راهيسې طالبانو په غزني ولايت کې له سلام مخابراتي شبکې پرته د نورو مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى دى.
د غزني ښار اوسېدونکي حبيب الرحمن د ليندۍ په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له درېيو ورځو راهيسې يواځې سلام مخابراتي شبکه کار کوي، نورې شبکې کار نه کوي چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
هغه وايي: (( په سلام شبکه کې هم سمې خبرې نه کېږي، ډېر مشکل لري.))
همدارنګه د غزني ښار بل اوسېدونکي محمد کامران پژواک ته وويل چې له درېيو ورځو راهيسې نه شي کولاى له خپل دفتر او دوستانو سره پر وخت اړيکې ونيسي.
هغه وايي: ((دا چې طالبانو غزني کې مخابراتي فعاليتونه بند کړي له دې معلومېږي چې حکومت کمزورى او طالبان پياوړي شوي دي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې تر اوسه دوى هم معلومات نه لري چې په غزني کې ولې مخابراتي شبکې کار نه کوي.
ده وويل: ((د شبکو له مسوولينو سره خبرې روانې دي، ډېر ژر به دغه مشکل حل شي او شبکې به خپل فعاليت بېرته پيل کړي.))
نوري ډاډ ورکړ چې وسله وال طالبان بيا نه شي کولاى پر غزني ښار بريد وکړي.
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې مخابراتي شبکې د امنيتي ستونزو له امله طالبانو بندې کړې دي.
هغه وايي: ((دغه کار موږ په هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه کړى دى.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP