Language

د پکتيکا خلکو د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ

ښرنه (پژوک، ١٠ لېندۍ ٩٧): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د دغه ولايت د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکو د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.

دغه لاريون د لېندۍ په ٩مه په داسې حال حې ترسره شو چې څو ورځې وړاندې په ګومل ولسوالۍ کې د افغان او امریکایي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې اووه بې ګناه عام وګړي ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان شول.

د بنګل په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک اژانس ته وويل چې په دغو عملیاتو کې د بې ګناه وګړو د وژل کېدو تر څنګ څو کورونه هم ويجاړ شوي او یو شمېر موټرسایکل هم له منځه تللي دي.

دوی له دولته غوښتنه کوي چې د دې پېښې عاملین دې ونيسي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.

دوی چې مرګ پر امریکا او اسلام زنده اباد، شعارونه ورکول ادعا کوله چې امریکایانو په افغانستان کې د سولې مخه ډپ کړې او نه غواړي چې په هېواد کې سوله رامنځته شي.

د ادم خان په نوم يوه بل لاريون کوونکي وويل چې په يادو عملياتو کې ټول وژل شوي ملکي وګړي وو او که چېرې د دوی غږ وا نه ورېدل شي، نو په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولايتي اداره نظر واخلي، خو له څه ويلو یې ډډه وکړه.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې په پکتيا او هلمند ولايتونو کې هم ملکي وګړي وژل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.