کندوز (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٧) : د کندوز والي وايي، د جګړې تر ټولو ستر زيان مېرمنې ګالي او له دوى يې وغوښتل چې په سوله کې خپل حضور څرګند کړي.
والي عبدالجبار نعيمي دا څرګندونې د ليندۍ په ١٠مه، نن په سوله کې د ښځو د ونډې تر سرليک لاندې جوړې شوې غونډې ته وکړې.
په دې غونډه کې د ځايي چارواکو او ګڼ شمېر ښځو ترڅنګ د هېواد د لومړۍ میرمنې او د سولې عالي شورا له دفتره راغلي پلاوي هم ګډون کړى وو.
والي وويل، دا چې په جګړو کې د مېرمنو اولادونه، ورورڼه او یا خاوندان وژل کېږي، نو د جګړې تر ټولو ستر زیان ګالونکې همدوی دي، اړتیا ده چې مېرمنې د سولې په تامین کې خپل حضور څرګند کړي.
نعيمي وايي، دا چې مېرمنې د ټولنې نیمايي جوړوي، رول يې هم اغېزمن دی او د پرمختګ په ټولو بهیرونو کې د دوی ونډه اړینه ده، له مېرمنو يې توقع ده چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت په برخه کې خپل پراخ حضور او ونډه ثابته کړي.
د هغه په وينا، هغه مېرمنې چې اولادونه، وروڼه او یا يې خاوندان د وسله والو مخالفینو په لیکو کې ناروا جګړه پرمخ وړي، وپوهوي څو له جګړو لاس واخلي او په هېواد کې د پرمختګ په ټولو بهیرونو کې د رغنده ونډې اخیستو د هېواد په جوړونه کې فعاله سهم واخلي.
د سولې لپاره د افغان مېرمنو ملي اجماع په دې لويه غونډه کې د هېواد لومړۍ میرمنې د روغتیايي برخې سلاکاره فیروزه مشتري، د وزیرانو شورا سلاکاره پرستو یاري، د سولې عالي شورا غړې لیلا جعفري، د کندوز د ښځو چارو ریاست، د ولایتي شورا غړې او د دغه ولایت ښځينه فعالانو ګډون درلود.
په دې غونډه د سولې ثبات ټينګښت او جګړې ته د پای ټکی ايښودلو په تړاو ویناوې وشوې.
د سولې عالي شورا غړې ليلا جعفري د سولې په رابطه له روانو هڅو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د سولې ټینګښت لپاره هر اړخیزې هیله بښونکې هڅې روانې دي.
دغه راز دکندوز ولایتي شورا غړې فوزیې یفتلي بیا د سولې په روانو خبرو اترو کې د افغان مېرمنو پر پياوړي رول په ټينګار سره وویل، تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه پر ټولو افغان مېرمنو غږ کوي چې د سولې خبرې دې له کوره راپيل کړي.
د دې مراسمو په پاى کې د کندوز د زیارکښو مېرمنو په لاس جوړې شوې بېلابېل لاسي صنایع او خوراکي تولیدات نندارې ته وړاندې شول.
login or register a new account.