Language

په تخار کې قوماندان نویدک د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوی

کندوز (پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٧): د تخار امنيه قومانداني وايي چې د نامسوولو وسله والو يو قوماندان، نويدک د تالقانو ښار په يوه خصوصي روغتون کې کلابند شوى دى.

د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير د لېندۍ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې قوماندان نويدک پرون د کندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو له ځواکونو سره جګړه کړې وه.

هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې د نويدک يو وسله وال ټپي شوى و او دغه ټپي يې د تخار ولايت د مرکز تالقانو ښار اړوند د مولانا په نوم یوه خصوصي روغتون ته وړى و.

د نوموړي په وينا، قوماندان نويدک له تېر مازديګر راهيسې په ياد روغتون کې د امنيتي ځواکونو له خوا محاصره دى  او له تسليمېدو ډډه کوي.

اسير وايي، امنيتي ځواکونه ځکه پر روغتون عمليات نه کوي چې هلته ناروغان، پايوازان او د روغتون کارکوونکي دي.

ده زياته کړه: ((موږ په مسلکي توګه پر مخ ځو، څو ياد کسان زيانمن نه شي.))

د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې په دې اړه نن سهار بېړنۍ امنيتي غونډه جوړه شوه څو وروستۍ پرېکړه وشي.

قوماندان نويد چې په (نويدک) مشهور دى، د کندوز ولايت د خان ولسوالۍ اوسېدونکى دى او سلګونه وسله وال لري، هغه د دې ولسوالۍ تر څنګ د تخار په ځينو ولسواليو کې وسله وال فعاليتونه لري.
 

د کندوز ولایت د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکی امیرجان چې د عدالت غوښتنې لپاره کابل ته راغلی وايي، شاوخوا درې کاله مخکې یې خور د نامسوول قوماندان نوید چې په نویدک مشهور دی له خوا په کندوز کې ووژل شوه او یو ورور یې ور وتښتاوه چې تر اوسه یې په اړه معلومات نه لري.

سربېره پر دې نوموړي وویل، دغه قوماندان د دوی ۴۵ جريبه ځمکه غصب کړې ده.

امیرجان چې له درېیو کلونو راهیسې د قوماندان نوید له ډاره په مزارشریف کې اوسېږي او کندوز ته نه شي تلای پژواک ته وویل، تر اوسه یې څو ځکه دغه موضوع د بلخ ولایت له امنیتي، عدلي او قضايي ادارو سره شریکه کړې او په دې اړه یې د عدالت غوښتنه کړې ده خو تر اوسه پایله نه لري.

نوموړي وویل: ((تر هغو مې مبارزه کړې او کوم یې چې دا کس محاکمه ونیول شي، محاکمه شي او له هغه سره قانوني چلند وشي.))

login or register a new account.