Language

بغلان کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرتېرو ته درې میاشتنی معاش نه دی ورکړل شوی

پلخمري (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٧): په بغلان کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړي کنډک سرتېري وايي چې له تېرو درېیو میاشتو راهيسې يې مياشتنۍ تنخواوې نه دي ورکړل شوې او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په بغلان کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویمې لوا د لومړي کنډک يوه سرتېري د نوم د نه خپرولو په شرط د لېندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې کور ته نه دى تللى.

هغه وايي: ((زه اوس غواړم چې کور ته لاړ شم خو درې مياشتې کېږي چې معاش يې نه دى راکړى نو اوس نه شم ورتلى او هره ورځ کورنۍ مې رانه پيسې غواړي؛ ځکه چې اقتصادي مشکل لري.))

ده وويل که حکومت يې تنخوا ورنه کړي نو د کور خاوند به يې کورنۍ له کوره وباسي.

دغه راز د دغه کنډک يوه بل سرتېري هم د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې په دغه کنډک کې درې سوه سرتېري دي چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې يې تنخوا نه ده ورکړل شوې.

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد دوى ته تنخواوې پر وخت ورکړي؛ ځکه له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

يو شمېر نورو سرتېرو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو د اړوندې موضوع په اړه د دغه کنډک قوماندان ډګرمن خلیق الله اندرابي پژواک ته وویل چې ټولو سرتېرو ته پر وخت معاشونه ورکړل شوي دي.

هغه وايي: ((زه نه پوهېږم چې دغه شکايت چا او د څه لپاره کړى؛ ځکه موږ پر وخت ټولو ته معاشونه ورکړي دي.))

login or register a new account.