Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي”

محمودراقي (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٧): د کاپيسا ځايي چارواکي وايي چې په تګاب ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ١١ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د تګاب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد نعیم ساپي د ليندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې عملياتو پر مهال د اکاخېلو، ملا خېلو او صاحبزاده ګانو کلي له وسله و الو مخالفينو پاک شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې ١١  وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

بلخوا د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند سروش کوهستانی وايي په دې نښته کې ځیني ماینونه، نارنجک او درازکوف وسلې هم له وسله والو نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا، په نښته کې یو امنیتي سرتېری هم وژل شوی دی.

دغه راز د خالد په نوم د سیمې یو اوسېدونکی وايي په نښته کې وژل شوي وسله وال د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

د نوموړي په وینا، په دې نښته کې د تګاب د سیدخېلو په سیمه کې یوه نجلۍ او يوه مېرمن هم وژل شوي دي.

خو امنيې قوماندانۍ د ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.