Language

قوماندان نویدک امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو

تالقان (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٧): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د نامسوولو وسله والو يو قوماندان، نويدک له خپلو کسانو سره يو ځاى له مقاومت پرته امنيتي ځواکونو ته تسليم شوى دى.

له وړمې ورځې راهيسې امنيتي ځواکونو، قوماندان نويدک له خپلو له کسانو سره يوځاى د تالقانو په يو خصوصي روغتون کې کلابند کړى و.

په دې اړه د تخار سرپرست امنيه قوماندان جنرال عبدالرشيد رشيد د لېندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې قوماندان نويدک تېره شپه ١٢ بجې له خپلو شپږو ساتونکو سره يو ځاى له جګړې پرته امنيتي ځواکونو ته تسليم شوى دى.

هغه وايي: ((موږ د شپې قوماندان نويدک له خپلو کسانو سره يوځاى د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ته تسليم کړ او هغه هم کندوز ته انتقال کړ.))

قوماندان نويد چې په (نويدک) مشهور دى، د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکى دى او سلګونه وسله وال لري. هغه د دې ولسوالۍ تر څنګ د تخار په ځينو ولسواليو کې هم وسله وال فعاليتونه لرل.

د يادونې ده، له دې مخکې د خان اباد ولسوالۍ اړوند یو بل غیر مسوول وسله وال قوماندان متینک هم ورته فعالیتونه لرل چې وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو او اوس بندي دى.

login or register a new account.