پل علم (پژواک، ١١ لېندۍ ٩٧): د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي د لېندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا دوه بجې د سفيد سنګ په سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې له دواړو لورو درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
ولسوال زياته کړه چې پوليس سيمې ته استول شوي څو پېښه له نږدې وڅېړي او تحريک کوونکي کسان ونيسي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي ضياالله هم پژواک ته وويل چې له ډېرې مودې راهيسې د يادو کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه روانه وه.
هغه وايي: ((نن يې اول لفظي شخړه وکړه، وروسته يې جګړه وکړه چې درې کسان په کې ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.))
د يادونې ده، له دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي او يو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP