ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار کې متوازنې پرمختیا د ښاروالۍ عواید لوړ کړي

په کندهار ښار کې متوازنې پرمختیا د ښاروالۍ عواید لوړ کړي

author avatar
2 Dec 2018 - 15:55
په کندهار ښار کې متوازنې پرمختیا د ښاروالۍ عواید لوړ کړي
author avatar
2 Dec 2018 - 15:55

کندهار (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۹۷): چارواکي وايي، کندهار ښاروالۍ په متوازنه توګه پرمختیايي چارې پر مخ وړي چې پر همدغه بنسټ یې عواید هم لوړ شوي دي.

دغه څرګندونې نن (د لیندۍ ۱۱مه) د کندهار ښاروالۍ په تالار کې هغې مطالعاتي غونډې ته وکړې چې د هېواد یو شمېر ښاروالانو تر څنګ په کې د ښاروالیو چارو معین عبدالباقي پوپل، د ښاروالیو د چارو اړوند د حکومتولۍ لوی رییس محمد نصیر حمیدي، د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب، د کندهار سرپرست ښاروال نسیم رضايي او ګڼو مخورو په کې ګډون کړی وو.

د ولایت مقام مرستیال او سرپرست عبدالحنان کندهار ته له یو شمېر راغلو ښاروالانو مننه وکړه چې دې ولایت ته یې سفر کړی او د کندهار ښاروالۍ له چارو او پروژو لیدنه کوي.

ده زیاته کړه، کندهار ښاروالۍ په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې په ټولو ناحیو کې په متوازنه توګه پرمختیايي چارې وکړي چې همدا یې د عوایدو د لوړوېدو لامل هم شوی دی.

د ده په خبره، تر دې مهاله کندهار ښاروالۍ د سړکونو، پلونو، چریو، پلیو لارو او له ورځني ژوند سره تړلي بېلابېلې لسګونه پروژې پلي کړي او خلکو ته یې اسانتیاوې جوړې کړې دي.

دغه پروژې په خپله د ښاروالۍ، مرستندویه ادارو او تشویقې بودجې په مرسته ترسره شوي او د ځینو د جوړولو چارې روانې دي.

منیب له مرکزي ادارې وغوښتل چې ګڼو نورو چارو ته د پاملرنې تر څنګ دې د کندهار ښار کانالیزاسیون ورغوي څو خلک د ژمي په موسم کې د بارانونو پر مهال له سېلابونو راوتو او نورو ستونزو خوندي وي.

د هېواد د ښاروالیو چارو معین عبدالباقي پوپل هم د کندهار ښاروالۍ پرمختیايي چارې ښې وارزولې او ویې ویل پلان لري په کندهار کې د کډوالو لپاره هم یو شمېر پروژې پلي شي چې هغوی ته به ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د نړیوال بانک په مرسته به په دې ولایت کې خلکو ته د کارموندنې او پانګونې په برخو کې دوه پروژې پلي شي.

پوپل خبر ورکړ چې که د هېواد په کچه د ښاروالیو خدمات او د حکومتولۍ اړوندې چارې له تېرو څو کلونو راهیسې وڅېړل شي نو د تېر په پرتله په کې ښه والی راغلی دی.

دی وايي، د پخوا په پرتله د ښاروالیو عواید لوړ شوي، د خدماتو په وړاندې کولو کې سرعت او کیفیت ډېر شوی او د ښاروالیو د کاري ټیمونو وړتیاوې لوړې شوي دي خو د ده په خبره چې په دې برخه کې

لا ډېر کار ته اړتیا ده.

کندهار ته راغلو یو شمېر ښاروالانو هم ویناوې وکړې او ویې ویل چې د هېواد په کچه د ښارونو د وضعیت د ښه کېدا لپاره ډېر کار ته اړتیا ده.

د دوی په خبره، د همدې موخې لپاره کندهار ته راغلي څو د ښاروالۍ اړوند د حکومتولۍ په چارو کې تجربې شریکې شي.

هغوی د کندهار ښاروالۍ وروستي پرمختیايي کارونه وستایل.

دوی وویل له تېرو څو ورځو راهیسې په کندهار کې دي څو دغلته د روانو پرمختیايي پروژو څخه لیدنه وکړي او ویې ارزوي.

د یادونې ده چې دا په کندهار کې د ښاروالانو دویم کنفرانس دی چې تر سره کېږي.

تېر کال د لړم په میاشت کې په کندهار کې د ښاروالانو لومړنی ملي کنفرانس جوړ شوی و چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ښاروالانو په کې ګډون کړی وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.