Language

خلک: د ملکي وګړو خونديتوب ته دې جدي پام وشي

ګردېز(پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٧): د پکتيا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکو او د ولايتي شورا ځينو غړو د ګډو ځواکونو له لوري په زرمت کې د ملکي خلکو وژل کېدل وغندل او ټينګار يې وکړ چې د ملکي وګړو ژوند ته بايد جدي پاملرنه وشي.

دوی له دولت څخه د مسوول په توګه د لازم دقت غوښتنه وکړه او له وسله والو طالبانو څخه يې هم وغوښتل چې د خلکو کورونه د سنګر په توګه ونه کاروي.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيا د ولايتي شورا غړي محمدرحمن قادري وويل چې په وروستيو کې د ملکي خلکو تلفات زيات شوي او دا يې د امنيتي ارګانونو تر منځ د نه همغږۍ او دقيقو استخباراتي معلوماتو د نشتوالي له امله وبلل.

قادري د جګړې له ښکېلو غاړو جدي غوښتنه وکړه چې د جګړې پر مهال د ملکي خلکو د سر او مال خونديتوب ته جدي پام وکړي.

نوموړي وويل چې امنيتي ارګانونه بايد د وسله والو مخالفينو په اړه له بشپړو معلوماتو وروسته په يوه سيمه کې نظامي اقدام وکړي.

نوموړی وايي:((امنيتي ارګانونه د کاغذ پر مخ او د والي يا ولسمشر په مخ کې يو بل سره همغږي لري، دوی د خپل بې ځايه تکبر او غرورو له امله يو له بل سره بعضې مسايل نه شريکوي.))

دغه راز د زرمت د ځوانانو ټولنې مشر عبدالصمد پکتين وويل چې د تېرې ورځې عمليات د ملکي خلکو پر کورونو شوي او ټول عام خلک په کې وژل شوي دي.

پکتين وويل چې د عملياتو پر مهال شاوخوا لس هټۍ هم په بمونو الوځول شوې او خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

دی وايي:((په دې عملياتو کې د دولت ضربتي ځواکونه هم و، په دې عملياتو کې جګړه نه ده شوې، د عامو خلکو پر کورونو چاپه وهل شوې او خلک په کورونو کې وژل شوي. د شپې په عملياتو کې د وسله وال او غير وسله وال تفکيک ډېر سخت وي، نو دولت ته مو وړانديز دا دی چې د شپې عمليات بايد ونه شي.))

د زرمت يو قومي مخور محمدخان وايي چې ورته عمليات او بريدونه خلک راپاروي، د دولت ضد روحيه پياوړې کوي او خلک د دولت خلاف درېږي.

خان وويل چې په نظامي عملياتو کې بايد له پوره دقت، تفکيک او احتياط څخه کار واخيستل شي.

دی وايي:((داسې بريدونه خلک غوسه کوي او د دولت او امنيتي ځواکونو پر خلاف يې دروي. دا لومړی، دويم او درېيم ځل نه دی، هر ځل دوی غلطېږي؟ د حالت د نور خرابېدو د مخنيوي لپاره بايد په دې اړه جدي تصميم ونيول شي.))

login or register a new account.

Related Topics