کندوز ښار (پژواک، ١٢ لېندۍ ٩٧): د کندوز ولايت د خان اباد ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د قوماندان نويد د نيول کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ او ټينګار يې وکړ چې نوموړى بايد له قيد او شرط پرته تر سبا را خوشی شي.
قوماندان نويد خان ابادي مشهور په قوماندان نويدک د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې يو نامسوول وسله وال قوماندان دى.
نوموړي تېره اوونۍ د ملي اردو له ځواکونو سره تر جګړې وروسته خپل يو ټپي کس د تخار ولايت يو شخصي روغتون ته د درملنې په موخه انتقال کړى و.
امنيتي ځواکونو نوموړى په دغه روغتون کې کلابند کړ چې بيا تر ٣٠ ساعتونو وروسته وړمه شپه قوماندان نويدک له خپلو شپږو کسانو سره له مقاومت پرته امنيتي ځواکونو ته تسليم شو.
خو نن د نوموړي د نيول کېدو په غبرګون کې د خان اباد ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو لاريون وکړ.
د لاريون کوونکو په استازيتوب الياس پژواک ته وويل چې د خان اباد ولسوالۍ دوه زره اوسېدونکو د قوماندان نويد د خلاصون په موخه لاريون کړى دى.
ده وويل چې قوماندان نويد له وسله والو طالبانو سره جګړه کوله او د خلکو امنيت يې تامين کړى و.
دغه راز بل لاريون کوونکي رحيم الدين پژواک ته وويل چې قوماندان نويد د دې سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره ډېر ګټور دى.
لاريون کوونکو ويل چې حکومت بايد قوماندان نويد له قيد او شرط پرته تر سبا راخوشی کړي.
دوى خبردارى ورکړ که چېرې نوموړى تر سبا را خوشی نه شي نو دوى به ځينې لويې لارې د ترافيکو پر مخ وتړي.
په دې اړه د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل محمد ظاهر پژواک ته وويل چې له زرو کمو کسانو د قوماندان نويد د نيول کېدو په غبرګون کې لاريون کړى و.
هغه وايي: ((دوى د ولسوالۍ په مرکزي چوک کې د يو ساعت لپاره را ټول شوي او اوس نشته بېرته تللي دي.))
login or register a new account.