مزارشريف (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۹۷): په مزارشريف ښار کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو له خوا له نامسووله کسانو سره د نظامي وسايطو پر تګ راتګ او يونيفورم لرونکو پلنګي جامو بنديز ولګېد.
د شاهين قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه ګام وروسته له هغه اخيستل کېږي چې يو شمېر افرادو له يادو وسايطو او جامو د ناقانونه کړنو په موخه کار اخيستي دی.
په خبرپاڼه کې ښاري ګارنيزيون ته امر شوی چې له نظامي وسايطو او يونيفورم لرونکو جامو ناوړه استفاده کوونکي اشخاص دې په جدي ډول تعقيب او قانوني چلند ورسره وشي.
شاهين قول اردو ويلي چې دغه ګام يې د بلخ د نظامي شورا له پرېکړې وروسته پورته کړی دی.
په ورته و خت کې د بلخ ولايتي شورا د شاهين قول اردو دغه اقدم ستايي او د عملي کېدو غوښتنه يې کوي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد د لېندۍ په ۱۲مه پژواک اژانس ته وويل چې د بلخ د نظامي شورا د يادې پرېکړې په عملي کېدو سره د ډېرو ناقانونه کړنو مخه ونيول شي.
هغه زياتوي، دغې شورا ته د رسېدلو شکايتونو په ډله کې دا هم شته چې ډېری وخت په ښار کې ناقانونه کړنې له نظامي يونيفورم او موټرو څخه په استفادې ترسره کېږي.
د نوموړي په وينا، عام خلک ګومان کوي چې ياد موټر د نظامي ځواکونو دي؛ نو له همدې امله يې پر دولتي ځواکونو باور کمېږي.
حديد وويل، خلک د افغان امنيتي ځواکونو د هر هغه اقدام په ټينګه ملاتړ کوي چې په ټولنه کې د قانون د تطبيق سبب ګرځي.
د مزارشريف مدني فعال محب الله قاريزاده د شاهين قول اردو له ياد اقدام څخه د ملاتړ تر څنګ وايي چې په ښار کې دې هغه دوکانونه هم وتړل شي چې يونيفورم لرونکې او پلنګي جامې په خلکو پلوري.
نوموړي زياتوي چې په مزار شريف ښار کې د يو شمېر دوکانونو له خوا په ازادانه ډول نظامي جامې پلورل کېږي چې بايد مخنيوی يې وشي.
د هغه په خبره له نامسوولو کسانو سره د نظامي وسايطو شتون هم د اندېښنې وړ خبره ده او اړونده ادارې بايد دغه وسايط راټول کړي.
login or register a new account.