غزني ښار(پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٧): د څه باندې ٣٣ ميليونه افغانيو په لګښت غزني کې د تاريخي سيمو د ساتنې په موخه د احاطوي ديوال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د غزني والي وحيدالله کليمزي وويل چې د تاريخي سيمو د ساتنې دغه احاطوي ديوال شپږ زره متره اوږدولى لري.
د هغه په وينا، پر دغه ديوال به ٣٣،٥ ميليونه افغانۍ ولګول شي چې ماليي لګښت يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري ورکول کېږي.
والي وايي چې د دغه ديوال په بشپړېدو سره به د منارونو په سيمه کې اته سوه جريبه ځمکه له غصب څخه وساتل شي چې بيا به په کې ځانګړي ځايونه او د تفريح لپاره پارکونه جوړ شي.
دغه راز په دې غونډه کې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس بشير محمدي وويل چې په دغه ولايت کې ځينې تاريخي سيمې د زورواکانو له خوا غصب شوې دي.
ده هم وويل چې د دغه ديوال په جوړېدو سره به تاريخي سيمې له غصب څخه وژغورل شي.
د نوموړي په وينا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ورسره ژمنه کړې چې د سيمه ييزې ادارې په مرسته به غصب شوې ځمکې بېرته ترلاسه کوي.
د يادونې ده چې څه موده وړاندې د غزني ولايتي شورا غړو ويلي و چې په دغه ولايت د تاريخي سيمو په ګډون ٢٥٠ زره جريبه ځمکه غصب شوې چې حکومت يې د بېرته را ګرځولو توان نه لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP