غزني ښار(پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٧): د غزني چارواکي ادعا کوي چې په درېيو ولسواليو کې د هوايي بريدونو او عملياتو په ترڅ کې ٧٢ وسله وال طالبان وژل شوي،خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د ليندۍ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د ناوې ولسوالۍ په لوا مرغي او خوشحال او د ګيلان ولسوالۍ په کلادين سيمو کې د طالبانو پر مرکزونو ځمکني او هوايي بريدونه کړي دي.
ده وويل چې د دغو بريدونو له امله ٢٠ طالبان په ناوې کې او ٤٠ طالبان هم په ګيلان ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
نوري زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د طالبانو درې موټر او پنځه موټر سايکلونه او يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
دغه راز هغه وويل چې نن سهار بهرنيو ځواکونو د خوږياڼو ولسوالۍ په کډي سيمه کې د طالبانو پر مرکز بريد کړى چې په ترڅ کې يې ١٢ طالبان وژل شوي دي.
خو بل لورته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ځينو سيمو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي، خو حکومت له ماتې سره مخ دى، نو ځکه د طالبانو د مرګ ژوبلې شمېره لوړه ښيي.
مجاهد وايي چې په تېرو څلورو ورځو کې په ټول غزني کې ٩ طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د غزني په ډېرو ولسواليو کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى، ځکه يو شمېر ولسوالۍ له طالبانو سره دي او د ځينو نورو بيا مرکزونه حکومت د غزني ښار اړوندو سيمو ته انتقال کړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP