Language

د پکتیکا د حج او اوقافو ریاست یو مدیر هوايي برید کې وژل شوی

ښرنه (پژواک، ١٤ لېندۍ ٩٧): د پکتيکا د حج او اوقافو رياست د يوه مدير په ګډون دوه کسان په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

د پکتيکا د ارشاد، حج او اوقافو رييس قاضي ضبط الله د لېندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه رياست يو مدير ذبيح الله په هوايي بريد کې وژل شوى دى.

هغه وايي: ((له کار څخه کور خوا ته روان و چې د مرکز ښرنې په سردي سيمه کې هوايي بريد پرې شوى او وژل شوى دى.))

د همدې سيمې يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل: ((مدير صاحب ذبيح الله پر موټرسايکل سپور و چې بريد پرې شوى او وژل شوى دى.))

همدارنګه په دې اړه د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په هوايي بريد کې د ارشاد، حج او اوقافو رياست د يو مدير په ګډون دوه کسان په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه د دغه بريد انګېزه نه ده په ډاګه شوې.

د يادونې ده، مدير ذبيح الله د پکتيکا د پخواني والي محمد علي هلالي زوى و.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.