Language

په سمنګان کې شاوخوا۸۰۰ بېځایه شوو کورنیو ته ژمنۍ جامې ووېشل شوې

ایبک (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۷): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمېشنرۍ په سمنګان کې تر ۸۰۰ ډېرو بېځایه شوو کورنیو ته ژمنۍ جامې ووېشلې.

د سمنګان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو امر سید کمال حسیني په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ له خوا د یادې البسې د وېش پر مهال وویل، ژمنۍ جامې چې جمپر، جاکټ، پتلون، جورابې، زېر پوشي، د غاړې دستمالونه، بالاپوش، دستکس او د ماشومانو، نارینه وو او ښځو بوټونه پکې شامل وو، له ۸۲۰ زیاتو کورنیو ته وېشل کېږي.

د هغه په خبره، دغه بېځایه شوي کسان د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله په تېرو دوو میاشتو کې له دایکنډي، زیرکي او د دره صوف پایین ولسوالۍ له مقصود سیمې څخه د ولایت مرکز ته پناه راوړې ده.

د دره صوف پایین ولسوالۍ د مقصود سیمې اوسېدونکي خواجه محمد چې اته اولادونه لري او اوس د سمنګان ولایت مرکزي سیمې نواباد ته راغلی له یادو مرستو مننه وکړه.

هغه وویل: ((نن له ما سره د لس قلمه ژمنیو جامو مرسته وشوه چې دغه ژمنۍ جامې مې اولادونه له سړې هوا ژغورلای شي.))

نوموړي له مرستندویو ادارو وغوښتل چې په سخته سړه هوا کې ورسره د سون توکو مرسته هم وکړي.

login or register a new account.

Related Topics