کابل ، ښرنه (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٧) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوى والي نن د عملياتو پر مهال وژل شوى دى.
ددغه وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي د ليندۍ په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان ګډو ځواکونوتېره شپه په لسو بجو د بهرنيو ځواکونو په مرسته د پکتيکا ولايت په ګومل ولسوالۍ په ده خليفه سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه، چې ددې عملياتو پر مهال چې د هوايي ځواک مرسته هم ورسره وه، د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوى والي پيراغا وژل شوى دى.
په پکتيکا ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د پلې لوا قوماندان جنرال رحمدل هم د طالبانو د والي پيراغا وژل کېدل تاييد کړل.
خو وسله والو طالبانو دغه خبره رد کړې ده.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د هلمند ولايت لپاره د وسله والو طالبانو ټاکل شوى او پوځي قوماندان ملا عبدالمنان هم وژل شوى و، ددې ترڅنګ د کاپيسا او يو شمېر نورو ولايتونو لپاره د طالبان لوړ پوړي مسوولين هم په دې وروستيو کې وژل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP