کندهار (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۷): د کندهار ښار لسګونو اوسېدونکو نن د اعتراض په توګه د بای پاس سړک وتاړه او له چارواکو یې د دغه سړک د ژر جوړولو غوښتنه وکړه.
د دغې سیمې استوګنو اوسېدونکو ویل چې د سړک خراب حالت له ناروغیو او نورو جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د احمد ضیا په نوم د دغې سیمې یوه استوګن پژواک خبري اژانس ته وویل، بای پاس سړک چې باروړونکي موټر پرې تېرېږې له تېرو شاوخوا پنځلسو کلونو راهیسې خراب دی چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه زیاته کړه، د بای پاس سړک ۷ کیلومتره برخه د کندهار ښار د دویمې ناحیې اړوند د استوګنې له سیمې کارېز بازار څخه تېرېږي چې لوی بار وړونکي موټر پرې تګ راتګ کوي او تر نورو ډېر د همدې سیمې اوسېدونکي ورڅخه کړېږي.
د ده په خبره، پر یاد شوي سړک هره ورځ سلګونه لوی او کوچني موټرونه تېرېږي چې له امله یې خلک په دوبي کې له دوړو او په ژمي کې د باران له اوبو او خټو کړېږي.
دی وايي، د سړک د خرابوالي له امله خلک نه یوازې د موټرو د درنو غږونو په تکلیف دي بلکې د دوړو او ګردونو له لاسه په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
نوموړي وویل، د یادې شوې سیمې اوسېدونکو په وار وار د دغه سړک د جوړولو لپاره احتجاجونه کړي او له چارواکو سره یې کتلي خو چا یې هم تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.
د عبدالرحمن په نوم یوه بل تن پژواک خبري اژانس ته وویل، کلونه کېږي چې دغه سړک کنډ او کپر دی خو نه یې ښاروالي او نه یې د ټولګټو چارو ریاست جوړوي.
هغه زیاته کړه، دغه سړک په همدې موده کې دومره خراب شوی چې خلک د دوړو او ګردونو له لاسه په کورونو کې له خپلو کوټو دباندې نه شي راوتلای، مینځل شوې جامې دباندې نه شي هوارولای او تر ټولو خطرناکه دا چې هره ورځ پر دغه لار باروړونکي موټر چپه کېږي چې ډېر مهال کوچنیان او لویان ترې لاندې کېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دغه سړک جوړ کړي او د دغې سیمې اوسېدونکي له عذابه خلاص کړي.
دی وايي، په دې موده کې چارواکو په وار وار د دغه سړک د جوړولو ژمنې کړي خو عملي کړي یې نه دي، له همدې امله یې د هغوی پر ژمنو باور له لاسه ورکړی دی.
د سیمې د اوسېدونکو تر څنګ موټر چلوونکي هم د دغې لارې د خرابوالي له امله شکایت کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP