کندوز ښار (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٧): د کندوز والي وايي چې نا مسوول وسله وال په بېلابېلو جرمونو کې لاس لري نو که غواړي چې د حکومت له جدي چلند سره مخ نه شي، هر څه ژر دې خپلې وسلې دوى ته تسليم کړي.
دغه څرګندونې د کندوز والي عبدالجبار نعيمي د لېندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې نا مسوول وسله وال پر وژنو، د نشه يې توکو په قاچاق، وسله والو غلاوو، تښتونو او نورو غير قانوني کارونو کې لاس لري.
ده زياته کړه: ((غير مسوول وسله وال دې هر څه ژر خپلې وسلې تسليم کړي، که چېرې دغه کار ونه کړي، زموږ له جدي چلند سره به مخ شي.))
نعيمي وايي چې د همدغو نا مسوولو وسله والو په کندوز ښار او ولسواليو کې امنيتي ستونزې ډېرې کړې دي.
بل لور ته د کندوز يو شمېر اوسېدونکي هم د نا مسوولو وسله والو له شتون څخه شکايت کوي.
د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي شمس الدين حکيمي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې امام صاحب کې د نامسوولو وسله والو شمېر ډېر شوى دى.
هغه وايي: ((دا ډېر خطرناک خلک دي، غلا کوي، خلک تښتوي، خلک وژني، خو هېڅوک ورته څه ويلی نه شي، ځکه ډېر غټ غټ خلک يې ملاتړ کوي.))
دغه راز د کندوز ښار اوسېدونکي شېراغا وويل چې د نورو سيمو تر څنګ په کندوز ښار کې هم نا مسوول ازاد تګ راتګ کوي.
نوموړي د چا نوم ياد نه کړه خو زياته يې کړه: ((ټولو ته معلوم دي چې دغه کسان د چا له خوا حمايت کېږي.))
يادو او د کندوز ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو له حکومته غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د دغو غير مسوولو وسله والو مخه ونيسي.
د يادونې ده، د کندوز تر څنګ په دې وروستيو کې په کابل او نورو ولايتونو کې هم د نا مسوولو وسله والو شمېر ډېر شوى چې خلک يې په تنګ کړي او د مخنيوي غوښتنه يې کوي.
login or register a new account.