Language

ګردېز کې د وسله والو غلاوو او انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي

ګردېز (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٧): د پکتيا د مرکز اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا په ګردېز کې وسله والې غلاوې ډېرې شوې او د انسان تښتونې څو پېښې هم رامنځته شوې دي.

دوی د وسله والو غلو د بانډونو او انسان تښتوونکو د فعاليتونو مخنيوی غواړي او وايي چې امنيتي او استخباراتي ارګانونه بايد په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د ګردېز د فېروزخېلو سيمې اوسېدونکي حميد د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څه موده وړاندې ماخوستن مهال دويمې امنيتي حوزې او ۴۰۲ سرحدي لوا ته څېرمه ترې وسله والو غلو کرولا موټر بیولی دى.

نوموړي زياته کړه چې د استخباراتي او امنيتي ارګانونو د نه تعقيب او نه جديت له امله غله خورا زړور شوي او چې هر وخت يې زړه وغواړي په لويو لارو کې خلک شکوي.

دی وايي: ((يو زه نه يم، له ډېرو خلکو نه يې پيسې يا موټر او نور شيان اخيستي دي، د غلو ډلې خلکو ته هم معلوم دي، نو بيا امنيتي ادارو ته ولې ندی معلوم؟ که ورته معلوم نه وي هم ډېره بده خبره ده او که ورمعلوم وي او بيا مخه نه نيسي نو بيا دا تر ټولو بده خبره ده.))

دغه راز د ګردېز اړوند د باغشاه سيمې اوسېدونکی حفيظ الله وايي چې تېره اوونۍ ماښام مهال له خپلې هټۍ کور ته روان و چې په لاره کې وسله والو غلو پرې ډزې کړې او ترې يې د نقليه وسيلې د تښتولو هڅه کوله، خو په خبره يې ترې تښتېدلی دی.

نوموړي پژواک ته وويل: ((د پوليسو د زون او حوزې په سل مترۍ کې غله راوځي، د مازديګر نه وروسته هېڅ د مصوونيت احساس نه کوو.))

د بالدې اوسېدونکی عبدالله وايي چې وسله وال غله د ګردېز ــ احمدابا ولسوالۍ پر لار د سرسنګ کلي په نوم سيمه، د ګردېز اړوند د مهلن په لويه لار او د باغکها او رباط لويو لارو ته راوځي او خلک شکوي.

نوموړی د انسان تښتونو د پېښو زياتېدو ته هم اندېښمن دی او وايي چې په تېره يوه مياشت کې د څلور ماشومانو د تښتونې له پېښو خبر شوی دی.

ده زياته کړه: ((ماشومان تښتوي او بيا يې له کورنۍ پيسې غواړي، دا قسم کارونه هم زیات شوي، حتی ځيني خلک مکتب ته د خپلو ماشومانو په لېږلو هم وېرېږي او د اختطاف له وېرې يې نه لېږي.))

همدارنګه د پکتيا ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري هم په ګردېز کې د وسله والو غلاوو او تښتونو د پېښو زياتېدل اندېښمنوونکې بولي او وايي چې مسوول ارګانونه بايد د دې مسئلې د تعقيب او مخنيوي په اړه جدي اقدامات وکړي.

قادري پژواک ته وویل: ((دا واقعاً مهمه مسله ده، موږ ته هم شکايتونه رسيدلي او خبر شوي يو چې په لويو لارو خلک شکيږي او د اختطافونو ډلې هم پيدا شوې دي. دا پېښې د ګردېز په مربوطاتو کې کيږي، امنيتي ارګانونه بايد د دې فعاليتونو عاملين مشخص کړي، ويې نيسي او سخته سزا ورته ورکړي.))

login or register a new account.