کندوز ښار (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٧): د کندوز په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه بريد کې نهه سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
په کندوز کې يوې باوري امنيتي سرچينې د لېندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د چهار درې ولسوالۍ په سر اسياب سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې نهه سيمه ييز پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، وروسته سيمې ته مرستندوی ځواکونه ورسېدل، د طالبانو بريدونه يې پر شا وتمبول او په ترڅ کې یې پنځه طالبان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
هغه زياته کړه: ((دغه حمله د طالبانو سرې قطعې کړې وه او غوښتل يې چې ولسوالۍ ونيسي خو خپلې موخې ته ونه رسېدل.))
دغه راز د چهاردرې بازار اوسېدونکي نثاراحمد پژواک ته وويل چې تېره شپه تر سهاره په دې ولسوالۍ جګړه روانه وه.
هغه وايي: ((سهار چې موږ خبر شوو، خلکو ويل چې د لسو په شاوخوا کې امنيتي سرتېري وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.))
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو په چهار درې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٢ سيمه ييز پوليس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
د يادونې ده، چهار دره د کندوز ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې د ډېرو سيمو کنټرول يې له طالبانو سره دى.
login or register a new account.