Language

مزار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي انځورونه نندارې ته وړاندې شول

مزار شريف ( پژواک، ۲۲لېندۍ، ۹۷) : د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې يو شمېر مېرمنو د نقاشۍ او رسامۍ له لارې په ټولنه کې د ښځو پر فعاليتونو او د هغوى پر وړاندې د تاوتريخوالي لسګونه انځورونه نندارې ته وړاندې کړل.

دوى وايي چې له دې څخه يې موخه  په ټولنه کې د ښځو د وړتيا او د هغوى  د بد حالت منعکسول دي.

انځورګره حفيظه محمدي، چې د نقاشۍ په دغه پروګرام کې يې ګډون کړی، پژواک خبري اژانس ته   وويل، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د انځورګرۍ  او هنر په برخه کې کار کوي او موخه يې دا ده څو په ټولنه کې مېرمنو ته  د کار کولو زمينه برابره کړي.

نوموړې وايي چې د رسامۍ له  دې  نندار تون څخه يې اصلي موخه دا ده، چې له دې لارې  په ټولنه کې د مېرمنو وړتيا خلکو ته  په ډاګه کړي .

هغه زياتوي چې کابو ۸۰ د ښځو جوړ شوي انځورونه يې نندارې ته وړاندې کړي چې د ښځو بېلابېل حالتونه بيانوي .

محمدي وايي: (( د مېرمنو وړتيا، د هغوى پر وړاندې تاوتريخوالی او په کورونو کې له هغوی سره بد چلند، هغه حالتونه دي چې نن مو خلکو ته تصوير کړه. ))

دا زياتوي چې اوس مهال ۲۰ مېرمنې د نقاشۍ او هنر په برخه کې کار کوي چې په وينا يې غواړي له دې لارې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی را کم کړي .

زهرا ابراهيمي چې يوه بله رسامه ده له پژواک سره يې په خبرو کې وويل چې د رسامۍ له لارې کولی شي د ښځو پر وړاندې د خلکو بدو ذهنيتونو ته بدلون ورکړي او په ټولنه کې د مېرمنو ونډه زياته کړي.

نوموړې وايي چې يواځې په کورونو کې نه، بلکې په لويو ښارونو کې هم ښځې له تاوتريخوالي سره مخ کېږي چې په وينا يې دې چارې ډېری مېرمنې له ستونزو سره مخ کړې دي .

هغه له حکومت څخه غواړي چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی را کم  او په دولتي ادارو کې يې ونډه زياته کړي .

خو له  دې سره سم  د بلخ د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر سيد محمد سامع پژواک ته  وويل چې د رسامۍ دا ډول نندارتونونه  کولی شي د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی را کم کړي او په دې تړاوو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي .

نوموړی زياتوي چې اوس په شمالي ولايتونو کې ښځې له بد حالت سره مخ دي چې په وينا يې دوى کار کوي تر څو دا حالت بدل کړي .

login or register a new account.