Language

چارواکي : غزني کې د درېيو پاکستانيانو په ګډون ١٦ طالبان وژل شوي

غزني ښار(پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٧): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې په قره باغ ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله د درېيو پاکستانيانو په ګډون ١٦ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دې جګړه کې ١٦ طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي چې په وژل شويو کې درې يې پاکستانيان دي.

د نوري په وينا، د قره باغ په دې جګړه کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

خو ده ونه ويل چې دغه ملکي وګړي د چا پر  ډزو وژل شوي دي.

دغه راز د قره باغ د کوبې سيمې اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دغې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

هغه وايي چې تر اوسه په دې جګړه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او يو بل ټپي دى.

خو طالبان بيا دوى ته اوښتې مرګ ژوبله ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه د قره باغ په هوايي بريدونو کې اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د غزني چارواکو ويلي و چې په تېره مياشت کې په دغه ولايت کې درې سوه طالبان وژل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.