Language

بلخ (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٧): د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې پر سيمه ييزو پاڅون کوونکود ناپېژانده وسله والو په بريد کې څلور تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد د  دولت اباد ولسوالۍ په شینګل باغ سیمه کې نن له غرمې وروسته شوى.

هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې جنازه د سيمې د يو عادي وګړي وه او د بريد موخه د سيمه ييزو پاڅون کوونکو قوماندان و.   دى زياتوي چې په بريد کې څلور تنه وژل شوي دي.

خو د بلخ ملکي روغتون یوه سرچینه وایي چې روغتون ته له دغه بريد څخه څلور مړي  او نهه ټپیان ور وړل شوي دي.

 

login or register a new account.