فراه (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٧): سږکال په فراه ولايت کې د لومړي ځل لپاره د کرل شوې «الوئه ورا» ګياه حاصل ٥٥ټنه ته رسېدلى او ټاګل شوې چې ددغه بوټي د کر لپاره د فراه په دوو ولسواليو کې شل ګلخانې جوړې شي .
الوئه ورا د پوستکي د ښکلا، د ويښتو د تقويې، هضم او د جلدي ځينو ناروغيو د درملنې لپاره ګټوره ګياه ده .
د فراه د کرنې رييس عبدالمنان متين پژواک اژانس ته وويل چې سږکال د فراه په شل جريبه ځمکه کې، په هر جريب کې اته زره بوټي الوئه ورا کرل شوې وه.
هغه وايي چې دغه کر له ٥٠ تر ٦٠ ټنو پورې حاصل ورکړى او يو ټن په کورنيو بازارونو کې په شل زره افغانۍ پلورل شوى دى.
ده وويل چې دغه حاصلات يې کابل، کندهار او هلمند ولايتونو ته صادر کړي دي.
د نوموړي په خبره چې د فراه اقلم د ياد بوټي د کر لپاره ډېر مساعد او د کروندګرو د اقتصاد لپاره ډېر اغېزمن دى، نو ټاکل شوې چې د کرنې رياست د فراه په پشترود او خاکسفيد ولسواليو کې د الوئه ورا شل ګلخانې جوړې کړي .
login or register a new account.