Language

په فراه کې ١٦وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا وشوه

فراه (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٧): د فراه امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په دوو بېلابېلو پېښو کې د دولت اته وسله وال مخالفين وژل شوي، چې د يوتن وژل شوي جسد له يوې ايرانۍ وسلې سره د جګړې په ډګر کې پاتې دى .

د فراه امنيه قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي،طالبانو تېره شپه غوښتل چې د فراه د مرکز د حيدرقلي سيمې پرامنيتي پوسته او بالابلوک کې د لومړۍ شاهرا د درېيم کنډک د ټولي د کوه ګنداب پر پوسته بريد وکړي.

 سرچينې ليکلي چې د حيدرقلي په سيمه کې درې وسله وال او په بالابلوک کې پنځه وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

 سرچينه وايي چې په حيدرقلي سيمه کې د يوه وسله وال جسد له يوې ايرانۍ وسلې سره پاتې دى.

د بالابلوک له سيمه ييزو سرچينو سره د پژواک اړيکه ټينګه نه شوه ، خو په حيدر قلي سيمه کې يوه سرچينه وايي چې له طالبانو سره په جګړه کې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.