پلخمري (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٧): د بغلان ولايت پوليسو درې تنه قصابان د خرو او اسونو د غوښې پلور په تور نيولي دي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ سرپرست وياند صميم جويا د ليندۍ په ۲۴ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو قصابانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په بازار کې د خرو او اسونو غوښې پلورلې.
دى زياتوي، د نيول شويو کسانو له کوره د يادو شويو غوښو نښې هم ترلاسه شوې چې ترې ښکاري چې دغو قصابانو له ډېر وخت راهيسې پر خلکو دغه ډول غوښې خرڅولې.
بلخوا ځينې سرچينې وايي، يادو قصابانو پر ملي پوليسو دا غوښې پلورلې دي.
خو جويا دا انګېرنې ردوي او وايي چې نيول شويو قصابانو پر خپل جرم اعتراف کړى دى.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي هم پژواک ته وويل چې د اړوندو سرتېرو خوراکي توکو خوندیتوب لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي چې له مخې يې قراردادي کس بايد حلال څاروی د ټاکل شوي پلاوي پر وړاندې حلال او غوښې يې پر امنیتي پوستو ووېشل شي.
د هغه په وينا، قصابانو په بغلان کې پر ملي اردو حرامې غوښې نه دي پلورلي او دوى ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، څو تنو په بغلان کې د حرامو څارويو غوښې پلورلي چې په تړاو يې پوليسوڅو تورن کسان هم نيولي دي .
خو یوه سرچینه چې نه غواړي نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل ، د لطف الله او عطا په نوم دوه تنه نيول شوي قصابان له دوه کالو راهيسې د مرکزي بغلان ولسوالۍ ملي پوليسو ته د غوښې برابروونکي قرارداديان دي.
د سرچينې په وينا، پوليسو ياد قصابان تېره ورځ د خرو غوښې پلورلو په تور نيولي دي.
تر دې وړاندې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې هم یو تن د خره غوښو د خرڅلاو په تور نیول شوی و .
دغه راز څه موده مخکې په بلخ ولايت کې هم څو کسان پر پوليسو د حرامو غوښو خرڅولو په تور نيول شوي وو.
login or register a new account.