پل علم (پژواک، ٢٤ لېندۍ ٩٧): د لوګر ولايت اړوند د کابل- ګردېز پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د لېندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د ولايت د مرکز پل علم اړوند د التمور په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې يو سراچه موټر له مارسډيز سره ټکر کړى چې له امله يې دواړو موټرو کې ٧ کسان وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.
احمدزي وويل چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته او ټپيان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د فضل الله په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل چې ټکر د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوی او لاره هم د نيم ساعت لپاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.
په پل علم ښار کې د ملکي روغتون يوه کارکوونکي ډاکتر احمد نالان پژواک ته وويل چې له يادې پېښې ورته ٧ مړي او ٧ ټپيان ور وړل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شته.
هغه زياتوي چې د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه و، هغوى يې کابل ته ولېږدول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP