Language

پکتيا کې راکټ لګېدو له امله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي

ګردېز (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٧): په پکتيا ولايت کې پر يوه کور د راکټ لګېدلو له امله د يوې کورنۍ ٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پېښه نن د دې ولايت د مرکز ګردېز ښار اړونده په ابراهيم خېلو سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي ، د امنیتي ځواکونو له لوري راکټ توغول شوی او د ملکي خلکو په کور لګېدلی دى. خو امنیتي مسولین وايي، تراوسه څرګنده نه ده چې مرمۍ د امنیتي ځواکونو له خوا توغول شوې که د طالبانو له خوا.

د ابراهيم خېلو د کلي يوه مشر روزي خان خپلواک پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې مخکې هم پاڅون کوونکو او سيمه ييزو پوليسو دا ډول بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې اړ ه يې چارواکو ته شکايتونه کړي دي، خو هغوى ځواب نه ورکوي.

د حسين په نامه د وژل شويو کسانو د کورنۍ يوه غړي پژواک ته وويل، چې د دوو ماشومانو او يوې مېرمنې په ګډون د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او څلور ټپيان دي.

نوموړي هم وويل، چې دا مرمۍ د سيمه ييزو پوليسو له لوري توغول شوې وې.

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم بيا د خلکو ادعا ردوي او وايي، د ګردېزـ زرمت  په  لاره د امنیتي پوستو ځواکونو پر کاروان وسله والو بريد کړی، چې وروسته ډزې تبادله شوې، خو معلومه نه ده چې مرمۍ د چا له خوا توغول شوې وه.

څو ورځې وړاندې هم د زرمت ولسوالي په هوايي او ځمکنيو نظامي عملياتو کې څو تنه ملکي کسان وژل شوي او ټپيان وو.

خلک د جګړې له دواړو خواوو غواړي چې د ملکي خلکو ژوند او مال ته جدي پام وکړي.

login or register a new account.

Related Topics