Language

پکتیکا کې ۳۵ ښوونځي د نا امنیو له امله تړلي دي

ښرنه (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٧): د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د جګړو له امله ٣٥ ښوونځي تړلي او زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق د لېندۍ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کلونو راهيسې په يو شمېر ولسواليو کې لسګونه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.

هغه وايي: ((موږ په ټوله پکتيکا کې ٣٥ تړلي ښوونځي لرو چې له دې شمېرې څخه ډېر يې په خوشامند ولسوالۍ کې دي.))

شفق زياتوي چې د قومي مشرانو په منځګړتوب يې هلې ځلې پيل کړې څو دغه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ بيرته پرانيزي.

ده وويل: ((پوهنه يو غير سياسي بهير دى، هيڅوک يې بايد پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي، ځکه همدا اوس د دغو تړلو ښوونځيو له امله زموږ زرګونه زده کوونکي له زده کړو څخه پاتې دي.))

دغه راز په دې اړه د مرکز ښرنې اوسېدونکي زلمي خروټي پژواک ته وويل، کلونه کېږي چې په دغه ولايت کې ښوونځي تړل شوي خو معلوميږي نه، چې چا تړلي دي.

هغه وايي: ((حکومت او طالبان دواړه بايد دا خلکو ته ثابته کړي چې دوى د ښوونځيو په تړلو کې لاس نه لري.))

همدارنګه د خوشامند ولسوالۍ يوه اوسېدونکي دنوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هيڅ ښوونځي نشته دى، ټول اوسېدونکي يې له زده کړو پاتې دي.

ده زياته کړه: ((تر اوسه په دې ولسوالۍ کې بيخي مکتب نه دى فعاله شوى، دلته څوک مکتب بيخي پېژني نه، دلته ټول ماشومان د څارويو پر پولو بوخت دي.))

خو د پکتيکا د ولايتي شورا غړى عزيز عزيز بيا وايي چې د پوهنې رياست د کمزوري مديريت له امله په ځينو سيمو کې ښوونځي تړلي پاتې دي.

هغه وايي: ((په ډېرو سيمو کې چې کنټرول يې له طالبانو سره دى، ښوونځي فعاله دي، نو دا نورو سيمو کې بايد د پوهنې رياست ښوونځي فعاله کړي.))

خو بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو پکتيکا کې ښوونځي نه دي تړلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.