Language

د غزني ولایت مقام ساتونکو دوو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني ښار (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٧): د غزني د ولايت مقام ساتونکو پر ملکي خلکو ډزې کړې چې په ترڅ کې يې يو کس وژل شوى او يوه ښځه ټپي شوې ده.

دغه څرګندونې د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داوود تره خېل د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل: ((تېره شپه شاوخوا نهه بجې يوه کس غوښتل خپله ناروغه مېرمن روغتون ته انتقال کړي چې د ولايت مقام ساتونکي ورباندې د دريش غږ کړى، خو دوی نه دي درېدلي نو هغوی هم اول هوايي بيا يې مستقيم ډزې کړې دي.))

قوماندان وايي چې په دې پېښه کې د دې ښځې يو زوى وژل شوى او خپله ښځه ټپي شوې ده.

تره خېل وايي چې په دې پېښه کې ښکېل کسان نيول شوي او دا مهال په توقيف کې دي.

دغه راز د غزني د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکتر نورالله پژواک ته وويل چې تېره شپه له يادې پېښې دوى ته يو جسد او يوه ټپي ښځه انتقال شوې ده.

نوموړي وويل چې دغه خلک د مقر ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.