Language

د کندهار ترافيکي پېښه کې ٣ تنه مړه او ٣٢ ټپيان شوي

تعقيبي-کندهار (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٧) :  په کندهار ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې له امله٣ تنه مړه او ٣٢ ټپيان شوي دي.

د کندهار د ترافیکو مدیر سمونوال عبدالحمید وايي، شاوخوا نیم ساعت مخکې د دامان ولسوالۍ د اخند صاحب په سیمه کې یو مسافر وړونکی بس موټر چې له کابل څخه د کندهار پر لور روان و، له یوه ټېلر موټر سره چې د کابل پر لور روان و، ټکر کړی دی.

هغه زياته کړه، په دغه ترافیکي پېښه کې ۲ مړه شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان شوي. دی وایي، د ترافیک پولیسو یوه ډله د موضوع د څېړنې لپاره سیمې ته تللې ده.

خو د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي چې په دې پېښه کې درې تنه مړه شوي او ٣٢ نور ټپيان شوي دي.

هغه وايي چې د مړو شوو درېیو تنو له ډلې یوه يې مېرمن او دوه نارینه دي او دغه راز په ټپيانو کې هم اووه مېرمنې او درې ماشومان شامل دي.

ده وویل چې د پېښې ټپيان د کندهار میرویس روغتون ته رسول شوي او د ترافیکو مدیریت د دغې ترافیکي پېښې څېړنه پيل کړې ده.

همدارنګه د کندهار د میرویس روغتون یو ډاکټر وايي، روغتون ته ۳۲ ټپيان ور وړل شوي چې د ځینو ټپونه ژور دي.

login or register a new account.

Related Topics