غزني ښار (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٧): غزني ولايت کې د پرله پسې جګړو له امله د ډېرو ولسواليو لويې لارې نا امنه شوې او خلکو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
شاوخوا پنځه مياشتې مخکې وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ چې پر مهال يې يو شمېر ولسوالۍ هم طالبانو ونيوې او د ډېرو ولسواليو لويې لارې يې د حکومتي کسانو پر مخ وتړلې چې اوسمهال عامو خلکو ته هم پر دغو لارو تګ راتګ ستونزمن شوى دى.
په دې اړه د غزني ښار يوه هټۍ وال عزت الله د لېندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو له بريد وروسته په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره کمه شوې ده.
هغه وايي: ((کاروبار بېخي ورک شوى؛ ځکه د ولسواليو لارې نا امنه دي، څوک ښار ته په اسانه نه راځي، کله داسې ورځې هم کېږي چې په ټوله ورځ کې بېخي سودا نه کوو.))
دغه راز د غزني ښار بل اوسېدونکي نورمحمد پژواک ته وويل چې طالبانو د اندړو ولسوالۍ عمومي لار تړلې، خلک په فرعي لارو تګ راتګ کوي.
هغه وايي: ((طالبانو د ډېرو ولسواليو په لويو لارو ماينونه ايښي دي، خلکو ته يې سخت مشکل جوړ کړى دى، هيڅوک تګ راتګ نشي کولاى.))
همدارنګه د غزني بل اوسېدونکي سعدالله پژواک ته وويل: ((زه د اندړو ولسوالۍ د چهاردېوال اصلي اوسېدونکي يم، دلته په ښار کې محصل يم، خو طالبانو لار بنده کړې، په هفتو هفتو نه شم کولاى چې کور ته لاړ شم.))
هغه وايي چې په ولسواليو کې هم خلک د خوراکي او نورو توکو د پېرلو له ستونزو سره مخ دي.
ده زياته کړه: ((همداسې چې له ولسوالۍ څخه خلک ښار ته نه راځي، له ښار څخه هم ولسوالۍ ته څوک نه ځي، خوراکي او نور مالونه ولسوالۍ ته نه وړل کېږي چې خلک له مشکل سره مخ دي او دا هم يو لوى جنجال دى.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې په ځينو لويو لارو کې طالبانو چيک پاينټونه جوړ کړي او خلک تالاشي کوي.
ده وويل: ((خلک بايد له طالبانو ونه ډار شي، په ارامه زړه تګ راتګ وکړي او له خپل دولت سره بايد لاس يو کړي څو د طالبانو د دغه ډول کړنو مخه ونيول شي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP