کندهار (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۹۷): د کندهار د بشري سرچینو رییس وايي، په روان کال کې يې په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۵۰۰ تنه اجیر کارکوونکي په دندو ګومارلي او د خالي بستونو د ډکولو دغه لړۍ روانه ده.
د بشري سرچینو رییس عزیز احمد شېخل د ولایت مقام په مطبوعاتي دفتر کې یوې خبرې غونډې ته وویل، دغه کسان د کندهار ښار او ۱۷ ولسوالیو په بېلابېلو دولتي ادارو کې په دندو ګومارل شوي دي.
هغه زیاته کړه، اوس مهال یې د دولتی ادارو اړوند د پاتې ۱۱۴ خالي بستونو د ډکولو لړۍ پيل کړې چې ډېر یې د کندهار د عامې روغتیا ریاست او کندهار ښاروالۍ اړوند دي.
ده خبر ورکړ چې دغه تش بستونه به په نوي کال کې اعلان ته وسپارل شي.
دغه را نوموړي وویل چې په روان کال کې یې ۱۴۰ تنې ښځینه ښوونکې هم په باالمقطع توګه په دندو ګومارلي چې له مخې یې په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت تشه تر یوه ځایه ډکه شوې ده.
دی وايي، په دولتي ادارو کې د تشو بستونو له ډکېدو سره نه یوازې ادارې په ښه توګه فعالې شوي، بلکې خلکو ته یې لازم خدمات وړاندې کړي دي.
شېخل وايي، په اداري واحدونو کې د بشري سرچينو رياستونه ډېر مهم دي، ځکه دغه رياستونه نه يوازې استعداد لرونکي کسان په ادارو کې په دندو ګوماري، بلکې د هغوی د وړتیاوو لوړولو لپاره هم کار کوي.
نوموړي د وړتیاوو جوړولو په برخه کې يادونه وکړه چې په روان کال کې ډېر ځوانان د اوږدمهالو او لنډ مهالو زده کړو په موخه بهرنیو هېوادونو ته استول شوي دي.
دی زیاتوي، په روان کال کې د ۳ ښځینه وو په ګډون ۱۵ تنه د لوړو زده کړو لپاره ترکمنستان ته استول شوي چې د رېلوې، نفت، ګاز او برق د انجنیریو په برخه کې زده کړې کوي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې ۴ تنه کوریا، ۶ تنه چین ته د ليسانس او ماسټرۍ د زده کړو لپاره لېږل شوي او دغه راز په هندوستان کې هم په یوه روزنیز پروګرام کې د ګډون په موخه ۱۵۰ تنه معرفي شوي وو چې ۲۰ تنه یې منل شوي او د وړتیا لوړولو زده کړې يې تر لاسه کړې دي.
شېخل دا هم وویل چې یو شمېر رییسان، ولسوالان او نور کارکوونکي یې هم د لنډ مهاله او اوږدمهاله زده کړو لپاره کابل او نورو هېوادونو ته لېږل شوي دي.
د ده په خبره، د بشري سرچينو اړوند د سوانحو او ارزيابۍ امريت د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواکې ادارې سره په همغږۍ د زيات شمېر دولتي مامورينو د ارزيابۍ او سوانحو د جوړولو پروسه هم بشپره کړې او دا لړۍ دوام لري.
login or register a new account.