Language

بغلان کې د دهنه غوري د سیمه ییزو پولیسو عمومي قوماندان وژل شوی

پلخمري (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٧): د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان د وسله والو طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

د بغلان ولايتي شورا مرستيال شمس الحق بارکزي د لېندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دهنه غوري ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان سليم کوچى تېره شپه له مېلمستونه کور ته روان و چې د پلخمري ښار په زمانخېلو سيمه کې د طالبانو له بريد سره مخ شو.

هغه وايي چې په دغه بريد کې خپله قوماندان سليم کوچى او يو ساتونکى يې وژل شوي او يو بل ساتونکى يې ټپى دى.

دغه راز د بغلان د امنيې قوماندانۍ سرپرست وياند صميم جويا هم ياده پېښه تاييد کړه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، سليم کوچى له دې وړاندې د بغلان مرکز پلخمري ښار د دويمې امنيتي حوزې امر و.

نوموړى شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د دهنه غوري ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د عمومي قوماندان په توګه ټاکل شوى و.

د ويلو ده، نږدې يو کال وړاندې د سليم کوچي ورور او زوى په مرکز پلخمري د کرکټ لوبې د ليدو پر مهال د طالبانو په بريد کې ووژل شول.

login or register a new account.