ښرنه (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٧): د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو له دې امله لاريون کړى چې د دې ولسوالۍ څارنوال يو سپين ږيري دينې عالم ته سپکاوى کړى دى.
د لاريون کوونکو په استازيتوب مولوي مطيع الله د لېندۍ په ٢٩مه رسنيو ته وويل چې د اورګون ولسوالۍ ابتدائيه څارنوال له لوري يو ديني عالم ته لومړى سپکاوى شوى او وروسته وهل شوى هم دى.
نوموړي وويل، څو چې دغه څارنوال له دندې ګوښه شوى نه وي، دوی خپلو لاريونونو ته ادامه ورکوي.
دغه راز بل لاريون کوونکي مولوي صالح پژواک ته وويل چې دغه ديني عالم څارنوالۍ ته د کلي د يوې موضوع د حل په موخه ورغلى و خو هلته ورته سپکاوى شوى دى.
هغه وايي: ((هلته يې ږيرې او لونګۍ ته لاس اچول شوى او هم وهل شوى دى چې دغه سپکاوى موږ ته د زغم وړ نه دى، موږ د څارنوال محاکمه غواړو.))
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
خو د اورګون ابتدائيه څارنوال ضياالحق پژواک ته وويل چې هېڅ ديني عالم او قومي مشر ته يې سپکاوى نه دى کړى.
هغه وايي: ((موږ يو قاتل زنداني کړى، دوى د هغه د خلاصون غوښتنه کوي، نو دا چې موږ يې نه خلاصوو، دوى دغه ډول تورونه پورې کوي.))
د يادونې ده، د اورګون دغو اوسېدونکو له پرون راهيسې لاريون او اعتراضي حرکتونه پيل کړي چې له امله يې د دې ولسوالۍ بازار هم تړل شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP