Language

معترض نوماندان: د کندهار د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې د منلو وړ نه دي

کندهار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه، ۹۷): کندهار کې یو شمېر معترض نوماندان وايي، د دې ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې ورته د منلو نه دي او د شکایاتو کمېسیون وروستۍ پرېکړې ته انتظار باسي.

یو شمېر معترض نوماندان چې له خپلو لسګونو پلویانو سره کندهار پریس کلب ته راغلي وو، په خبري غونډه کې یې دغه څرګندونې وکړې.

دغو نوماندانو ادعا کوله چې د ټاکنو ولایتي او مرکزي کمېسیون په لوی لاس له کندهاره ولسي جرګې ته د خلکو رښتیني نوماندان ناکام کړي او په مقابل کې یې په درغلیو د څو تنو رایې ډېرې کړي او هغوی یې بریالي اعلان کړي دي.

د سید جمال اغا په نوم یوه نوماند وویل، د کندهار په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او پر همدې بنسټ د دې ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړيو پایلو اعلان د منلو نه دی.

هغه زیاته کړه، په دې اړه یې کافي اسناد او شواهد راټول کړی او د شکایاتو کمېسیون ته یې د څېړلو لپاره سپارلي دي.

نوموړي د خپل ځان په اړه وویل: ((زه اسناد لرم، په ۲۴۰ محلونو کې زما ټولې رایې ۴۱۰۴ دي، خو د ټاکنو کمېسیون زما ټولې رایې ۳۴۸ اعلان کړې دي.))

ده تور پورې کړ چې د ټاکنو کمېسیون د خلکو د اصلي استازو رایې په لوی لاس کمې کړي او په مقابل کې یې په درغلیو د ۴ـ ۵ تنو رایې ډېرې کړي او هغوی یې کامیاب اعلان کړي دي.

دی وايي، د دوی خاموشي د لومړيو پایلو د منلو معنا نه لري، بلکې دوی د شکایاتو د کمېسیون وروستۍ پرېکړې ته انتظار باسي.

د کندهار د ولایتي شورا غړي عطاءالله عطا چې ورور یې حمدالله نازک ولسي جرګې ته نوماند و او په لومړي لست کې یې نوم نه دی راغلی، هم ورته ادعاوې وکړې.

هغه وویل، دواړه کمېسیونونه دې پاکې او ناپاکې رایې سره بېلې کړي او پر دغې پروسې دې د ولس باور نه زیانمن کوي.

دی وايي، که اړوند کمېسیونونه داسې و نه کړي، نو خلک به د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې برخه وانخلي.

د مولوي متقي په نوم یوه مشر وویل، حکومت باید په دې برخه کې د خلکو غږ واوري، که نه نو خلک هم د حکومت غږ نه اوري.

login or register a new account.

Related Topics