غزني ښار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٧): د غزني حکومتي چارواکو د دغه ولايت په مرکز او اندړو ولسوالۍ کې د ٣٧ طالبانو د وژلو ادعا کړې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په ميري، مدد، عليزي او کمالخېلو سيمو کې ځمکني او هوايي عمليات کړي دي.
دى وايي چې په دغو عملياتو کې ٣١ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه ټپيان شوي او د هغوی د دوو ډلمشرانو قاري عبدالله او قاري زاهد په ګډون پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.
دغه راز د ميري سيمې اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې سخته وه.
هغه وايي چې په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې خو ده يې د کره شمېرې په اړه معلومات نه لرل.
همدارنګه د والي وياند عارف نوري دا هم وويل چې پرون مازديګر د غزني ښار په کارېز بالا سيمه کې امنيتي ځواکونو طالبانو ته کمين نيولى و.
دى وايي چې په دغه کمين کې شپږ طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان وو او يو شمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو د ګيلان ولسوالۍ په لونګ سيمه کې د خلکو پر کورونو چاپه وهلې ده.
هغه وايي چې د دې چاپې په ترڅ کې دوه کسان ټپيان شوي او شپږ نور عام وګړي يې له ځان سره بيولي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP