Language

​د فراه ګمرک عواید د ماليې وزارت له ورکړي هدفه ډېر شوي

فراه ښار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٧): مسوولين وايي چې د فراه ګمرک په عوايدو کې د ماليې وزارت له ورکړل شوي هدف څخه ٢١ سلنه زياتوالی راغلی.

د فراه د ګمرک نوى رييس خان زمان امرخېل وايي، په تېرې لېندۍ (قوس) مياشت کې پنځه سوه څلوېښت ميليونه، پنځه سوه دري اويا زره، اووه سوه ۸۲ افغانۍ عوايد د دولت بودجې ته جمع شوي دي.

هغه د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عوايد د ماليې وزارت او ولسمشر غني له خوا د ورکړل شوو اهدافو څخه هم څو سلنه زيات دي.

امرخېل وايي، فراه ګمرک ته د مالیې وزارت له خوا د عوایدو مياشتنی هدف ٤٤٥ ميليونه او د ولسمشر له خوا ورته مياشتنى هدف ٥١٤ ميليونه افغانۍ هدف ورکړل شوی و.

د نوموړي په وينا، دوى د مالیې وزارت له ورکړل شوي هدف څخه ٪۲۱.۲۳ سلنه زيات او د ولسمشر له خوا له ورکړل شوي هدف څخه ۵٪ سلنه زيات عوايد ټول کړي دي.

امرخېل زياتوي، دغه راز د ۱۳۹۷ کال د زمري میاشتې عواید چې ٣٦٣ ميليونه افغانۍ کېږي او تر نورو ټولو میاشتو لوړ عواید دي، له دې سره د پرتلنې له مخې ۴۸.۵ ٪ سلنه عواید زيات شوي دي.

د ګمرک رييس د فراه ګمرک په عوایدو کې د زیاتوالي عمده لاملونه د ناقانونه اخاذیو بندول، د قاچاقو مخنيوی او د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه ده.

د يادونې ده، خان امرخېل چې څو مياشتې مخکې د ننګرهار د ګمرک رييس و، هلته يې هم عوايد څو چنده زيات کړي وو.

login or register a new account.

Related Topics