Language

بغلان کې اعتراض کوونکو د غوري سمنټو فابریکې دروازه وتړله

پلخمري (پژواک، ٢ مرغومى ٩٧): په بغلان کې د غوري سمنټو فابريکي کارکوونکو د اعتراض په توګه د دې فابريکي دروازه تړلې او فعاليت يې بند کړی دی.

په پلخمري کې د غوري سمنټو فابريکې د کارکوونکو اتحاديې مشر نثاراحمد د مرغومي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ١٢ کلونو کې د افغان سمنټ په نوم يو خصوصي شرکت د دې فابريکې چارې پر غاړه درلودې او له کارکوونکو يې هره مياشت د تقاعد په نوم پيسې ګرځولې.

هغه وايي: ((اوس له دغه شرکت سره تړون فسخه شوى، موږ چې د خپلو پيسو پوښتنه کوو، سرنوشت يې هېڅ معلوم نه دى.))

دغه راز د دې فابريکې کارکوونکي نذير خان پژواک ته وويل چې له تېرو ١١ کلونو راهيسې د غوري سمنټو په فابريکه کې کار کوي.

هغه وايي: ((موږ نه د تقاعد په نوم هره مياشت پنځه سوه يا له هغو ډيرې پيسې وضع شوې دي، خو اوس پيسې هېڅ معلومې نه دي، کله چې حکومت دغه فابريکه بېرته له افغان سمنټ شرکت نه تسليمېده بايد زموږ د پيسو پوښتنه يې کړې واى.))

يادو کارکونکو چې شمېر يې سلګونو ته رسېده، د غوري سمنټو فابريکې دروازه وتړله او ويې ويل تر هغه يې چې د پيسو برخليک نه وي معلوم شوى، د فابريکې دروازه به همداسې تړلې وي.

بل لور ته د غوري سمنټو فابريکي رييس عبدالمعروف سروري په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

خو د بغلان د والي مرستيال عبدالقديم خان نيازي پژواک ته وويل چې د غوري سمنټو فابريکه اوس هم بېرته حکومت ته نه ده سپارل شوې.

هغه وايي: ((غه فابريکه اوس هم له خصوصي شرکت سره ده، تر اوسه نه ده سپارل شوې که چېرته سپارل کېږي نو څلور مياشتې وخت نيسي.))

نیازی زیاتوي د فابریکې کارکوونکو له وخته وړاندې غږ پورته کړی، حکومت به د بېرته سپارلو پر مهال د فابریکې اړوند د ټول جایداد تر څنګ د کارکوونکو له معاشونو د وضع شوو پیسو پوښتنه هم وکړي.

ده زياته کړه: ((که مو پوښتنه ونه کړه، بيا دوى قانوني حق لري چې غږ پورته کړي خو اوس ډېر وخته دى.))

د يادونې ده، په ١٣٨٥ کال کې د غوري سمنټو فابريکه د ٤٩ کلونو لپاره د افغان سمنټ په نوم خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوه خو د روان کال د زمري په مياشت کې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې دغه تړون لغوه اعلان شو.

login or register a new account.