Language

د تخار د عامه نظم پولیسو قوماندان وژل شوی

کندوز ښار (پژواک، ٢ مرغومى ٩٧ ): د کندوز ولايت په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله د تخار د عامه نظم قوماندان وژل شوی او پنځه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل ظاهر د مرغومي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په چهارتوت سيمه کې د تخار د عامه نظم د قوماندان ډګرمن شاه طاووس پر موټر بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې خپله شاه طاووس وژل شوی او پنځه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

ده وويل: ((له موږ سره هېڅ هماهنګي نه وه کړې، پر خپل سر يې حرکت کړى و، نو ځکه د طالبانو له بريد سره مخ شوى دى.))

دغه راز د پېښې يوه عيني شاهد نيک محمد پژواک ته وويل: ((زه هم له کندوزه تخار ته روان وم، په لاره کې دغه رينجر زموږ څخه مخکې شو، چې د چهار توت په سيمه کې اول پرې ډزې وشوې او وروسته دغه رينجر موټر پر راکټ و ويشتل شو.))

د هغه په وينا، په رينجر کې سپاره ډېرى کسان سوځېدلي وو، يواځې دوه کسان يې په سخت ټپي حالت کې پراته وو.

په دې اړه د کندوز د ولايتي شورا غړي توريال کاکړ پژواک ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د کندوز- تخار لويه لار نا امنه شوې ده.

هغه وايي: ((ډېرى وخت په کې بريدونه کېږي، که يې غمه ونه خوړل شي، دغه لار به بېخي د خلکو پر مخ وتړل شي.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.