ښرنه (پژواک ٢ مرغومى ٩٧): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې د دې ولايت په برمل ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسؤول له شپږو نورو ملګرو سره د هوايي برید پر مهال وژل شوی دی.
په برمل کې د ملي اردو د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن محمد ایوب ميرویس پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه هوايي برید ماښام د برمل مرغه سیمه کې تر سره شوی دی.
ده زياته کړه، د طالبانو دغه نظامي مسؤول سیف الله د برمل ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال هم وو.
وسله وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
برمل د پکتيکا سرحدى ولسوالۍ ده چې له پاکستان پراخه ګډه پوله لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP