کندهار (پژواک، ۲ مرغومی ۹۷): په کندهار کې له ۴۵۰۰ بې ځایه شوو کورنیو سره نقدې مرسته او له سلو کورنیو سره د ۱۰۰ زرنج موټرسایکلونو مرسته وشوه.
دغه کورنۍ چې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې استوګن دي، د ناامنۍ او وچکالۍ له امله بې ځایه شوي چې د بېلابېلو ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکي دي.
د یادو شوو مرستو د وېش په مراسمو کې د ولایت مقام سکتوري رییس عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن په کندهار کې پر ۴۵۰۰ هغو کورنیو د نقدي مرستې وېش پیل شو چې د وچکالۍ او نورو ستونزو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي او کندهار ښار ته یې پناه راوړې ده.
هغه زیاته کړه، د یوې سروې له مخې یې د بې ځایه شوو کډوالو تر منځ ۴۵۰۰ ډېرې بې وزلې کورنۍ په نښه کړي چې هرې کورنۍ ته یې ۶۹۰۰ افغانۍ نقدي مرسته ورکړه.
دی وايي، دغه مرسته چې ټولټال ۳۱ میلیونه ۵۰ زره افغانۍ کېږي، د خوراک د نړیوال سازمان (W.F.P) له خوا چمتو شوې ده.
د ده په خبره، که څه هم دغه کورنۍ ډېرې بې وزلې دي او ډېرې مرستې ته اړتیا لري، خو د شوې مرستې په وسیله به د دې جوګه شي چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د یوه بل خبر له مخې، پر سل نورو بې ځایه شوو کورنیو ۱۰۰ زرنج موټر سایکلونه ووېشل شول.
په دې اړه حکیمي وویل چې له بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستې په لړ کې نن پر سلو کورنیو ۱۰۰ زرنج موټر سایکلونه ووېشل شول.
هغه زیاته کړه، دغه زرنج موټر سایکلونه د کډوالو د نړیوالې ادارې/U.N.H.C.R . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.