Language

غزني کې چاودنې اووه ملکي وګړي وژلي

غزني ښار (پژواک، ٣ مرغومى ٩٧): په غزني ولايت کې د ملکي وګړو پر يوه موټر د ماين چاودنې له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د  غزني د والي وياند محمد عارف نوري د لېندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه پرون مازديګر د ده يک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملکي وګړو پر يوه موټر چې پکتيکا ته روان و، شوې ده.

هغه زياته کړه چې د چاودنې له امله په موټر کې سپاره ټول ملکي وګړي وژل شوي خو دا يې په ډاګه نه کړه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو او که نه.

نوري وايي چې  د دې لارې په اوږدو کې ډېرى مهال وسله وال طالبان د دولتي ځواکونو لپاره ماينونه خښوي چې بيا پر ملکي وګړو چاودنې کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.