ګردېز (پژواک، ٣ مرغومى ٩٧): په ګردېز کې د سوېل ختيځ زون په کچه د افغان ټيلي کام مخابراتي شبکې دفتر پرانيستل شو چې د مسوولينو په خبره ورسره به د پکتيا سربېره پکتيکا، خوست، لوګر او غزني ولايتونه تر پوښښ لاندې راولي او فعاليتونه به يې پراخ شي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د مرغومي په درېيمه د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو کې وويل چې مخابراتو وزارت او اړوندې ادارې بايد د يادې ستونزې د حل، د انټرنېټي پوښښ زياتولو او پر معلوماتي ټکنالوجۍ د ادارو سمبالولو ته ځانګړی پام وکړي.
نوموړي وويل: ((له بده مرغه تر اوسه موږ کمزوري روان يو، د لجه منګل په ګډون په ډېرو ولسواليو کې د مکالمې او خبرو صحيح خدمات نه لرو، يعنې يوازې د ټيلېفون اسانتيا هم نشته چې خلک ټيلېفون وکړي، ولې د افغانستان ډېری ولسوالۍ دي چې هلته شپه او ورځ 3G خدمات شته او ټولې شبکې په کې کار کوي.))
دغه راز د پکتيا د مخابراتو رييس عبدالله توتاخېل په ګردېز کې د زون په کچه د مخابراتي شرکتونو د دفترونو په پرانيستلو ټينګار کوي او وايي چې دمګړۍ دلته د مخابراتي شبکو اسانتياوې کافي نه دي او د خلکو اړتياوو ته ځواب نه شي ويلی.
توتاخېل وويل: ((زه د مخابراتو د رييس او مسوول په توګه د دوی څانګو ته دفتر نه شم ويلی، يانې هغه ستونزې چې د پکتيا خلک يې لري، نه شي يې حل کولی. که موږ او تاسو نورو زونونو ته ورشو او د دوی دفترونه او سهولتونه وګورو چې حتی د خويندو لپاره يې ځانګړي دفترونه پرانيستي دي.))
همدارنګه د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی هم د مخابراتي پوښښ پر پراخېدو او تقويت ټينګار کوي او معاصرې ټکنالوجۍ ته د اسانه لاسرسي د لارو، چارو برابرېدل غواړي.
ځاځی وايي: ((د مخابراتو په برخه کې چې کوم کار شوی، دا د دغه ولايت لپاره کافي نه دي. پکتيا کې داسې ولسوالۍ او سيمې شته چې په کورونو کې ټيلېفونونه کار نه کوي او خلک د بام سر يا غونډيو ته خېژي. يو ويل دي او يو عمل کول دي، موږ عمل غواړو. د يوې روپۍ کار دې وي، خو عملي دې وي.))
د افغان ټيلي کام د بازار موندنې او سوداګرۍ مشر نواز ملک هم مني چې په تېر کې پکتيا ته لازم پام نه دی شوی، خو په خبره يې له دې وروسته به تر وسه په مخابراتي برخه کې خپل فعاليتونه وغځوي.
ملک وويل چې تر اوسه يې په ګردېز کې مستوفيت، ګمرک، پکتيا پوهنتون او کثيرالرشتوي انسټيټيوټ د نوري فايبر له لارې سره نښلولي او په راتلونکي کال کې به د پنځو ښوونځيو په ګډون د عامې روغتيا، برېښنا شرکت او کرنې رياستونه، راډيو ټلوېزيون امريت، ۳۰۳ سپين غر زون، حوزوي روغتون، پوسته خانه او درې ولسوالۍ د فايبر نوري له لارې سره ونښلوي.
نوموړي زياته کړه چې د راتلونکي کال په لومړيو کې به په پکتيا کې د سلام مخابراتي شبکې پنځه نوي سايټونه هم فعال او د يادې شبکې ټول سايټونه به له 2G انټرنېټي خدمت څخه 3G ته پورته شي.
دی وايي: ((راتلونکی کال به پکتيا کې زياتې ادارې او کورونه د انټرنېت پر سيستم سمبال کړو.))
login or register a new account.