ښرنه (پژواک، ٤ مرغومى ٩٧): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ٦٠ ميليونه افغانیو په لګښت د يو ستر جومات جوړېدو چارې پيل شوې چې پر يو وخت به زرګونه کسان په کې لمونځ کولاى شي.
د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې دغه جامع جومات په مرکز ښرنه کې يوې مدرسې ته څېرمه جوړېږي.
ده زياته کړه چې جومات به د ولسمشر محمد اشرف غني له ژمنې سره سم د يو کال په موده کې جوړ شي.
نوموړي وويل چې جومات ته څېرمه د فاتحې اخيستنې يو لوى صالون هم جوړېږي چې ٤٠ متره به يې اوږدوالى او ٣٠ به يې سور وي.
وحدت زياته کړه: ((دغه جومات عمومي سړک ته نږدې موقعيت لري چې د ښرنې سربېره به د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي هم په کې لمونځ کوي.))
په دې غونډه کې د مرکز ښرنې يوه قومي مشر حاجي عبدالحي وويل چې د جومات لپاره ځمکه د خلکو له لوري وقف شوې ده.
دغه راز بل قومي مشر وکيل بادشاه خان وويل چې د لومړي ځل لپاره په مرکز ښرنه کې په دې کچه لوى جومات جوړېږي.
هغه وايي: ((ښرنه کې جوماتونه کم دي، د اختر په لمونځونو کې خلک نه ځايېدل دا ډېر ښه کار شو چې دومره لوى جومات جوړېږي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، قومي مشرانو د دغه جومات لپاره پنځوس جريبه ځمکه وقف کړې ده.
د يادونې ده، له دې مخکې د ښرنې اوسېدونکو پر حکومت نيوکې کړې وې چې جوماتونو ته اړينه پاملرنه نه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP