ګردېز (پژواک، ٥ مرغومى ٩٧): د پکتيا د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دولت ورسره کړې هېڅ ژمنه پوره کړې نه ده او له دې وروسته به یې پر وعدو باور ونه کړي.
دوی ولسمشر، د اوبو او برېښنا وزارت او نور چارواکي پر دروغ ويلو تورنوي او وايي چې چارواکو د ياد بند پروژه سياسي کړې او يوازې د ټاکنو د کمپاين لپاره يې يادوي، خو وروسته ورته هېڅ پام نه کوي.
قومي مشر حاجي باز د مرغومي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بند لومړۍ سروې شاوخوا لس کاله وړاندې د نوموړي او د سيمې د نورو اوسېدونکو په شتون کې پيل شوه، خو د لسو کلونو په تېرېدو لا هم د بند معياري سروې نه ده شوې.
باز د اوبو او برېښنا وزارت پر فساد او خيانتونو تورنوي او وايي چارواکي اوس بيا ورته د تازه سروې خبره کړې ده.
نوموړي وويل: ((لس کاله د دې بند په سروې ووتل، اوس بيا وايي چې موږ سروې کوو، زه تعجب دې يم چې ته يې جوړوي کله، خدای دې غرق کړه؟ په ټوله نړۍ کې يې موږ په اداري فساد کې دويمه درجه کړو، نوره دې چارواکو هېڅ ګټه ونه کړه.))
قومي مخور بابا جان د بند په سيمه کې د بشپړ ډاډمن امنيت خبره کوي او وايي د بند ساتونکو او خلکو دغه سيمه امن کړې ده.
نوموړي زياته کړه: ((ټول دروغ وايي، کنه د امنيت هېڅ مسئله نشته، کراره کراري ده، هېڅ مشکل هم نشته، خو بې وعدې شوي دي راته، دروغ راته وايي، تر دې وروسته له موږه انتخابات هم پاتې دي او حکومت هم پاتې دی.))
مولوي شاه ولي پژواک ته وويل چې د دولت مشرانو څو ځلې د ټاکنو پر مهال خلک د دغه بند او لويو سړکونو جوړولو پر درواغجنو ژمنو غولولي دي، خو په خبره يې نور خلک نه غولېږي او نه به په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې بيا اوسنيو مشرانو ته رايه ورکړي.
شاه ولي وايي: ((کار نه شروع کېږي، د هر انتخاباتو او وکالت سره د بند خبره کېږي، دا مېشن او چالاکي دې دوی بل ځای ښکاره کړي، له دې منطقې څخه دې غلطه استفاده نه کوي.))
همدارنګه د پکتيا د ولايتي شورا غړی سخي جان وفايار هم د خلکو ادعا او شکايت پر ځای بولي او وايي چې په څو ځانګړو ليدنو کې ورسره ولسمشر او د اوبو او برېښنا اوسني وزير پر مچلغو بند د عملي کار پيلولو ټينګه ژمنه کړې، خو بيا هم د مياشتو او کلونو په تېرېدو د عملي کار هېڅ څرک نشته دى.
وفايار پژواک ته وويل چې چارواکو خلکو ته بيا، بيا د تشو ژمنو په ورکولو خپل باور بايللی او خلک تر هغه د مسوولينو پر خبرو باور نه کوي چې په سيمه کې يې په لويه پيمانه عملي کار نه وي ليدلی.
دی وايي: ((دا نوی وزير خو دلته راغلی، له ولسمشر سره چې دوه ځله پکتيا ته راغلی و، دلته موږ د پکتيا په کچه لويې او مهمې غوښتنې او ستونزې ورسره شريکې کړې، ولسمشر وويل چې تر اوسه په نورو ولايتونو کې مصروف وم، اوس مې لاس خلاص شو او کومې ژمنې مې چې پکتياوالو سره کړې هغه عملي کوم، لکه د مچلغو بند او سړک او د زرمت سړک او نور، خو دا تر اوسه نمونې راپاتې دي او عملي هېڅ نشته.))
login or register a new account.