پلخمري (پژواک، ٥ مرغومى ٩٧): د بغلان امنيتي چارواکي وايي چې د پلخمري- مزارشريف لويې لارې د امنيت د تامين په موخه يې نوې پوستې جوړې کړې دي.
د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع د مرغومي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېر دوبي کې د پلخمري- مزارشريف لويې لويې لارې يو شمېر پوستې د جګړو پر مهال له منځه تللې وې چې له امله يې دغه لار نا امنه شوې وه.
دى وايي چې د دې لارې د امنيت د ټينګښت په موخه يې په درېيو سيمو باغ سوخته، ساقي او ګورګورک کې نوې پوستې جوړې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((د شمال لاره ډېره مهمه ده، دلته مو پوستې ځاى پر ځاى کړل، څو سوداګر او دولتي کسان په اسانه تګ راتګ وکولاى شي او د وسله والو د فعاليت مخه ونيول شي.))
دغه راز د همدې لارې يوه موټر چلوونکي نجیب الله پژواک ته وویل چې دوی که څه هم تر اوسه د لارې په اوږدو کې غلو نه دي لوټلي، خو د شپې له مخې د پلخمري له چشمه شير څخه تر باغ شمال سيمې پورې په زړه کې يې د غلو او جګړې وېره موجوده وي.
دی وايي مزار ته پر غزیدلې لویې لارې د امنیتي پوستو ډېروالی چلوونکو ته د شپې له خوا د ډاډمن سفر زېری دی.
همدارنګه د ګورګورک سیمې اوسېدونکى چې نه غواړي نوم یې خپور شي پژواک ته وویل چې دا ډېر مهم سړک دى، بايد امنيت يې تامين شي.
خو دى وايي: ((پوليسو پوستې جوړې کړي، د ورځې له مخې هيڅ مشکل نشته دى، خو د شپې له مخې د دوه پوستو ترمنځ وسله وال بې غمه په سړکونو ګرځي.))
د يادونې ده، د کابل- مزارشريف لويې لارې تر ټولو نا امنه سيمه ډنډغوري ده چې ډېرى وخت په کې جګړې کېږي او څو ځلې مسافر هم له دې سيمې تښتول شوي دي.
login or register a new account.