Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عاطف مشعل د سفیر په توګه د پاکستان ولسمشر ته خپل باورلیک وسپاره

کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٧): په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير شکرالله عاطف مشعل د پاکستان ولسمشر ته خپل باورليک وړاندې کړ.

په اسلام اباد کې د افغانستان له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه باورليک نن د پاکستان ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډاکتر عارف علوي ته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وړاندې شو.

سرچينه کاږي، د تشريفاتي مراسمو او باورليک تر وړاندې کولو وروسته، مشعل له ولسمشر علوي سره په ځانګړې ليدنه کې د ولسمشر محمد اشرف غني نيکې او ښې هيلې ورته وړاندې کړې او د دواړو لورو په دوه اړخيزو اړيکو يې خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، مشعل په خپلو خبرو کې وويل چې افغانستان غواړي له پاکستان سره د متقابل احترام او ګټو پر اساس پايداره ښه روابط ولري.

سرچينه ليکي چې د پاکستان ولسمشر وويل چې پاکستان مصمم دی چې د افغانستان په سوله کې مهم رول ولوبوي او باثبات افغانستان د پاکستان لپاره په هر لحاظ په اوسني وخت کې اهميت لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.